BBC News, پښتو - کور پاڼه

  • فېسبوک، عمران، پاکستان، اسلام

    عمران خان له فېسبوک د اسلام ضد مطالبو پر خپرولو د بندیز غوښتنه وکړه

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د اسلام ضد مطالبو خپرولو باندې بندیز ولګوي ځکه چې په وینا یې دغه ډول مطالب، ''کرکه، سخت دریځي او تاوتریخوالی'' هڅوي.

  • د صدام حسین د فلمونو لویه پروژه

    په ۱۹۸۰ کال کې عراق کې تر ټولو غښتلي کس صدام حسین هڅه وکړه چې هېواد یې د فلمونو جوړولو په نړیواله ډله کې شامل شي. هغه د ''وفاداریو نښته'' په نامه پر یوه فلم میلیونه ډالر ولګول چې د فلم ټولې صحنې په عراق کې ثبت شي. په دې فلم کې د برتانیا د سینما ځینو مخکښو ستورو لکه اولیور ریډ، هیلن راین او جمیز بولن هم رولونه لوبول. صدام حسین هیله من و چې دا فلم به یو مشهور نړیوال فلم شي خو کله چې د فلم ثبتول پیل شول د عراق او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه.

  • اردوغان ترکیه کې د فرانسوي توکو د بایکاټ غوښتنه وکړه

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۶) پر فرانسه او د دغه هېواد پر ولسمشر ایمانویل مکرون له سختو نیوکو سره پر خپلو خلکو غږ کړی چې له فرانسوي توکو سره پرېکون وکړي. د پاکستان او ایران په ګډون د ځینې نورو هېوادونو چارواکو هم د ولسمشر مکرون څرګندونې غندلې دي.

  • اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

    په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او پانګونې دوه ورځنی سیمینار د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ پېل شوی، چې پکې د دواړو هیوادونو چارواکو، د پارلمان غړو او سوداګرو ګډون کړی دی.

  • د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د امریکا په منځګړتوب اوربند یوه ورځ هم دوام ونه کړ

    ارمینیا او اذربایجان په نګورنو قره باغ کې نن دوشنبه د اوربند له عملي کېدو څو شیبې وروسته یو بل له اوربنده په سرغړونه تورن کړل. د امریکا په منځګړتوب د دې اوربند اعلان پرون په واشنګټن کې شوی و. تر دې وړاندې هم د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې دوه ځلې شوي اوربندونه تر عملي کېدو وروسته ژر بېرته مات شوي دي.

  • کورونا وبا: اسپانیا بیړنی حالت اعلان کړ

    د دې لپاره چې د کورونا وبا د یوې نوې څپې په کنترولو کې مرسته شوې وي د اسپانیا حکومت په هېواد کې ملي بیړنی حالت اعلان کړ او د شپې له خوا یې پر ګرځېدو بندیز ولګاوه. سینماګانې، د لامبو وهلو حوضونه، سپورتي کلپونه د کورونا وېروس د چټکې خپرېدنې د مخنیوي په موخه سر له سبا دوشنبې تړي.

  • کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه

    کورونا وېروس نقشه

  • د ټرمپ زوی برون هم په کورونا اخته شوی

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۱۴ کلن زوی برون پر کورونا اخته شوی، خو اوس یې معاینه منفي ده. دا خبره د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ کړې او زیاتوي: "زما وېره هغه وخت سمه وخته چې د هغه کووېډ-۱۹ معاینه مثبه شوه. "

  • کورونا وېروس تر ۲۸ ورځو د موبایل پر سکرین، بانک نوټونو او نورو سطحو ژوندی پاتېدلی شي

    په اسټرالیا کې ترسره شوې یوه نوې څېړونه وایي چې کورونا وېروس پر موبایل سکرینونو،‌ بانکي نوټونو او ځینو نورو سطحو تر ۲۸ ورځو ژوندی پاتې کېدلی شي.

  • افغانستان کې دویم دولتي هوايي شرکت "باختر افغان الوتنه" کار پېل کړ

    باختر هوايي شرکت- چې په نوي یمه لسیزه کې د کورنېو جګړو له کبله له کار لوېدلی و - د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د "باختر افغان الوتنه" په نوم بېرته پرانېستل شو.

  • اسټرالیا د ښځو "د ځوروونکې پلټنې" په اړه له قطر ځواب غوښتی

    اسټرالیا له قطر د هغو "خواشينوونکو رپوټونو" وضاحت غوښتی، چې وايي روانه میاشت له دوحې سیډني ته تر یوې الوتنې وړاندې په هوايي ډګر کې مېرمنې لوڅې او پلټل شوې دي.

  • فرانسه کې د ښوونکي وژنه؛ اووه کسان رسماً تورن شول

    د هغه فرانسوي ښوونکي قضیه کې اووه کسان رسماً تورن شوي، چې تېره اونۍ د پاریس یوه ښوونځي ته څېرمه ترې یوه سړي سر غوڅ کړ. سمیویل پټي له هغه وروسته ووژل شو، چې خپلو زده کوونکو ته یې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښوولی و. د تېرې جمعې پر ورځ له پېښې لږ وروسته پولیسو د سیمویل پټي ۱۸ کلن قاتل عبدالله انځوروف په ډزو وواژه.

  • داسې خځنده چې د موټر تر وزن لاندې هم نه مري

    د یوه بدرنګه خځنده له لیدو وروسته زموږ په ذهن کې لومړنی فکر د هغه د وژلو لپاره د لارو چارو په هکله راګرځي او که څپلۍ پرې تېره کړو، نو ځان ترې بې غمه بولو. خو باید پام مو وي، چې بیټل نومي یو خځنده زموږ پر څپلیو هم چورت نه خرابوي، بلکې که موټر پرې تېر شي، بیا هم دغه کوچنی خځنده، چې 'ډایابولیکل ایرن کلیډ بیټل'نوم ورکړل شوی، نه وژل کېږي.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې

د امریکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه تازه رپوټونه، شننې، څېړنې، د ګوندونو او مهمو څېرو پېژندنه او نور ډېر څه له دې پاڼې موندلی شئ.

هلمند کې د "اتلانو" په نوم زر کسیزه پوځي قطعه جوړه شوه

د "اتلانو" دغې قطعې غړو ته به د ملي امنیت په چوکاټ کې زده کړې ورکول کېږي او بیا به مخامخ له مخالفینو سره د جګړې کرښو ته لېږل کېږي. د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې چې په مهمو پوځي دندو کې ونډه واخلي. خو ځینې شنونکي ورته خوشبینه نه دي او د ملیشو په سترګه ورته ګوري.

کوټه کې د استوګنې په سیمه کې چاودنې درې کسان وژلي

په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې لږ ترلږه درې کسان ووژل. پولیس وايي چاودنه په کوټه کې د استوګنې په یوه سیمه کې شوې ده. د پولیسو وینا ده چې بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی و او ترکاریو په یوه مارکیټ کې درول شو و.

بیلاروس کې د عمومي کاربندیز غوښتنه

د بیلاروس په مرکز مینسک ښار کې د حکومت ضد مظاهرو ځپلو پسې د مخالفانو مشرې سوتلانا تیخانو سکایا د دوشنبې په ورځ دغه هېواد کې د عمومي کاربندیز یا اعتصاب غوښتنه وکړه.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ؛ شاهین اسمايي اتلولي وګټله

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو په پایلوبه کې د شاهین اسمايي لوبډله وتوانېده چې په یو ګول سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د پنځم لپاره یې د دې لیګ اتلولي وګټله. بلخوا د ښځو فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه کې د هرات نجونو لوبډلې کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کورونا وېروس تر ۲۸ ورځو د موبایل پر سکرین، بانک نوټونو او نورو سطحو ژوندی پاتېدلی شي

څېړونکي وايي، د کورونا وېروس پر بانکنوټونو یا پېسو، د موبایل پر سکرين او له سټيل جوړو شویو توکو باندې تر ۲۸ ورځو پاېدلی شي. د اسټرالیا د ساینس ملي ادارې موندنې ښيي، دا وېروس تر هغه ډېر ژوندی پاتېدلی شي چې فکر کېده.

ایف اې ټي ایف: د ټولو وړاندیزونو تر عملي کېدو به د پاکستان نوم په خړ لیست کې پاتې وي

د تورو پیسو سپیناوي او ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادرې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس 'ایف اې ټي ایف' پرېکړه کړې، چې د تېر په څېر د پاکستان نوم تر څار لاندې یا 'خړ نوملړ' کې وساتي.

نوی ایفون ۱۲ کوم کمالونه لري؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل له یو څه ځنډ وروسته د خپل مشهور ګرځنده یا موبایل ټیلیفون ایفون نوې بڼه - ای فون - ۱۲ بازار ته وړاندې کړی دی. دغه ماډل د یاد شرکت لومړنی موبایل دی، چې د پنځه - جي تکنالوژي پر مټ به فعالیت کوي.

بالیووډ ستوری سنجې دت وايي، پر سرطان اخته شوی

د هند فلمي ستوري سنجې دت تایید کړې چې پر سرطان اخته دی. په دې تړاو هندي رسنیو له تېرو څو اونیو راهیسې رپوټونه خپرول. په یوه انسټاګرام پیغام کې ۶۱ کلن دت ویلي، 'ژر به ناروغي ته ماتې ورکړم.'

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

افغانستان کې بانکوالي او مالي سیستم

په دې ځانګړې پاڼه کې د افغانستان بانکي سیستم، حوالې او صرافي ته کتنه شوې ده.

راديويي څپې

واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.